ایکنانیوز راپور راکوي، د ؛قدرمنې کورنۍ او ماډرن چیلنجونه؛نومې نړیوال وبینار د ایکنانیوز خبری آژانس په همت او د ولسمشرۍ د میرمنو او کورنیو د چارو د مرستیالۍ په ملګرتیا سره ، د ژمنې کورنۍ د نړیوال غورځنګ د جوړیدا د ضرورت د ارزونې په موخې سره ترسره کیږي.ددغه نړیوال وبینار د ترسره کیدا وخت به د زمري د میاشتې شپږمه سهار نهه بجې وي.
د میرمنو او کورنیو په چارو کې د ولسمشر مرستیاله میرمن ډاکټر انیسه خزعلی او د تهران د ښآروالۍ د میرمنو او کورنۍ د چارو د برخې عمومی مدیره میرمن ډاکټر مریم اردبیلي په ددغه پروګرام ځانګړي میلمانې وي چې د عفیقانه ژوند؛ د دینونو د مشترکې لیدتوګې او دغه راز د ؛ژمنې کورنۍ د نړیوال غورځنګ د ضرورت څرنګوالي ؛ په موضوع سره خپلې لیدتوګې بیان کړي.
د لندن د اسلامی کارج مدرسه او استاذه ربکا مسټرتون به د ؛اونیو لویدیځوالو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د ښځې اوسړي پشمول دفطري کورنۍ ساتنه؛ د پاکستان د جامعةالزهرا(س)دعلمیه حوزې مدیره ډاکټر معصومه جعفري به د؛ د کورنۍ د جوړولو ضرورت او د اسلامی او فطري کورنۍ د اخلاقو په دودولو کې د میرمینو د رول په موضوع سره او همداراز ډاکټر ریما حبیب،ډاکټر رباب صدر او یوشمیر نوره متفکرانو په وسیله به په څو نورو موضوعګانو هم رڼا واچوي.
په راپور کې راغلي دي، دغه آنلاین وبینار د www.aparat.com/iqnanews/live په ایډریس سره د آپارات وبپاڼې باندې خپریږي او په دغې انټرنیټي ناستې کې د حاضرو ویناوالو محتوا هم د ایکنا نیوز په بهرنۍ پاڼې هم خپره شي.